کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / څېړنېز راپور: د آیفون ۱۲ لړۍ بریالۍ ثابته شوه

څېړنېز راپور: د آیفون ۱۲ لړۍ بریالۍ ثابته شوه

د یو څېړنېز راپور له مخې ویل کېږي چې د ایپل شرکت د آیفون ۱۲ لړۍ تر اوسه پورې ترټولو بریالۍ لړۍ ثابته شوې ده.

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په ټوله نړۍ کې د ایپل شرکت آیفون ۱۲ موبایلونه ترټولو ډېر پلورل شوي او په بازار یا مارکیټ کې یې ونډې پنځه سلنه وې.

همدغه راز د آیفون ۱۲ پرو میکس او آیفون ۱۲ پرو په ترتیب سره په بازار کې څلور او درې سلنه ونډې لرلې، چې په دویم او دریم نمبر کې ځای لري.

بل لوري ته د آیفون ۱۱ ځیرک موبایلونه چې په دوامداره توګه تر یو کاله پورې ډېر وپلورل شول، له څلورو درې میاشتینیو وروسته له لومړي څخه څخه څلورم مقام ته ولوېده.

راپور وایي چې د آیفن ۱۳ د لړۍ د بریالیتوب لامل په لومړي ځل د ایپل له لورې د کاروونکو لپاره په اې او ایس اپریټینګ سیستم کې د 5G اپ ګریډ برابرول په ګوته شوي.