کورپاڼه / جالب / د جاپان پولیسو هغه ځانګړی غل نېولی چې یوازې یې د ښځو بوټان پټول

د جاپان پولیسو هغه ځانګړی غل نېولی چې یوازې یې د ښځو بوټان پټول

په جاپان کې هغه غل د دویم ځل لپاره ونېول شو، چې یوازې یې د ښځو بوټان پټول او په دې ډول به یې د آرام او سکون احساس کاوه.

د جاپان پولیسو د جون په لسمه نیټه ۱۳۹ جوړې د نرسانو بوټونه، جګې او وړې سینډلې او نور په شین رنګه ترپال ایښې وې، ترڅو هغه کسان یې وویني چې بوټونه یې غلا شوي دي.

دغه راز پولیسو هغه اوه څلویښت کلن د دفتر کارمند د بوټونو د غلا په تور نېولی، چې درې میاشتې وړاندې یو دفتر په غیر قانوني توګه ننوت او د پنځه سوو ینو (جاپاني روپۍ) سینډل یې غلا کړي ول.

چې بیا له هغې وروسته د ښځو د بوټونو د غلا شکایتونه ډېر شول او په دفتر کې ورته کامرې ولګول شوې، چې بیا د کامرو په مرسته هغه کارمند ونېول شو او هغه هم خپل جرم ومانه او ویې ویل چې له ماشومتوب یې د ښځو بوټونه خوښېږي.

کله چې پولیسو د هغه کور ولټاوه نو له کور څخه یې ۱۳۹ جوړې بوټونه راووتل، چې په هغې ۷۷ جوړې د نرسانو بوټان ول چې په ډبیو کې یې بند ساتلي ول.

سربېره پر دې پولیسو د هغه له کور څخه د نرسانو لباس هم ترلاسه کړ او مجرم دا هم وویل چې دغه کار له ډېرو کلونو راهیسې کوي او اوه کاله وړاندې هم په دې تور نېول شوی و.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …