کورپاڼه / روغتيا / له کورونا وروسته په افغانستان کې د (تور قارچ) ناروغۍ لومړۍ پېښه هم ثبت شوه
د تور قارچ ناروغي

له کورونا وروسته په افغانستان کې د (تور قارچ) ناروغۍ لومړۍ پېښه هم ثبت شوه

په افغانستان کې له کورونا ویروس ناروغۍ وروسته د تور پوڅکي یا تور قارچ په نوم ناروغۍ لومړنۍ پېښه هم ثبت شوې ده، چې لومړنی ناروغ یې په افغان جاپان روغتون کې بستر شوی دی.

طلوع نیوز په دې اړه یو ځانګړی راپور خپور کړی دی او د یاد ناروغ د کورنۍ د غړو سره هم غږېدلي دي. خو دغه ناروغ وايي، چې هغه نه پوهېږي څه ډول ورته دې ناروغۍ سرایت کړی دی.

تور پوڅکۍ یا تور قارچ د Black Fungus په نوم هم یادېږي چې په طبي اصطلاح کې ورته بیا mucormycosis (zygomycosis) نوم اخلي، یوه داسې ناروغ ده چې روغتیا ته ډېره ګواښوونکې ده.

د دې ناروغۍ په اړه ډاکټر خیال وايي، چې دا په خاوره، هوا او ناپاکه اوبو کې موندل کېږي، چې د تنفس له لارې د انسان بدن ته ساریت کوي، زیاتره وخت سږي، اعصاص کیسه (sinus) او پوستکي ته تاوان رسوي. که چېرته دا ناروغي اعصابو ته لار پېدا کړي نو د بدن د معیوبیت لامل هم ګرځي.

د معلوماتو له مخې، د دې ناروغۍ په اړه ویل کېږي چې دا لومړی پزه او ستوني کې ځای نیسي او بیا له هغه وروسته سترګې، مازغه او ټول وجود کې خپرېږي.

د دې ناروغۍ د نښو په اړه ویل شوي دي، چې د ناروغ پوزه بندېږي، غاښونه یې متحریک کېږي او چرک ځینې بهېږي، سترګې یې پړسېږي او حرکت یې محدودېږي، ستونی یې تنګېږي او دا ټولې پړسېدلې ساحې یې تور زخمونه پېدا کوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …