کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره هغه فیچر وړاندې کړ چې له کلونو یې انتظار کېده

وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره هغه فیچر وړاندې کړ چې له کلونو یې انتظار کېده

وټساپ یو داسې نوی فیچر یا ځانګړتیا رامنځته کړې، چې کاروونکې یې له ډېره وخته ورته په تمه و. وټساپ پخپل اپلیکیشن کې په یو وخت د څو اکونټونو د یوځای کولو لپاره نوی فیچر رامنځته کړی.

د وټساپ ددې نوي فیچر د رامنځته کولو موخه د خدماتو د ښه کولو او یادې ټولنیزې رسنۍ ته د خلکو راجلبول په ګوته شوي، خو پوښتنه داده چې دا فیچر په کوم ویرژن کې کار کوي؟

وټساپ غواړي چې د خپلو کاروونکو لپاره په یو وخت کې له یو اکونټ سره تړلو له پنځو بېلابېلو آلو څخه پیغامونو ته لاسرسی پیدا کړي.

راپورونه وایي چې وټساپ اوسمهال دغه فیچر په ازمایښتي ډول د (14.12.21) بیټا ویرژن کاروونکو لپاره وړاندې کړی او یوازې د اندراید کاروونکې ترې ګټه اخیستلی شي. دغه راز ددې فیچر وروسته به د کاروونکو چټ د وټساپ د الګورتم له استعمال پټ وي.

بل لوري ته وټساپ غواړي چې کاروونکې یې د کمپیوټر په مرسته خپل لیک او لیکنې ته لاسرسی پیدا کړي او د پلیټ فارم له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې اسانتیا برابره کړي او په دې کې به هغه موبایل ته اړتیا نه وي چې له وړاندې پکې د وټساپ اکونټ پرانیستل شوی وي او موبایل به انټرنیټ ته هم اړتیا ونه لري.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …