کورپاڼه / روغتيا / د ورېژو بیا ګرمول او استعمال یې د ناروغیو سبب کېږي

د ورېژو بیا ګرمول او استعمال یې د ناروغیو سبب کېږي

آیا پوهېږئ چې د ورېژو بیا ګرمول او خوړل یې د ناروغیو لامل کېږي؟ په عموم کې ځینې خوراکي توکي داسې وي چې بیا ګرمول یې ښه نه وي، چې په دې توکو کې ورېژې هم شاملې دي.

ورېژو یو له هغه خوراکي توکو له جملې څخه دي چې په بېلابېلو طریقو سره پخېږي او خلک یې په شوق سره خوري، خو باید ووایم چې ورېژې هغه خوراکي توکی دی چې ډېر ژر پکې میکروب یا بکتریا خپرېږي او په ګرمولو سره هم نه ختمېږي.

ځکه که چېرته ورېژې له پخولو وروسته د کوټې تودوخې ته پرېښودل شي، نو بکتریا ور پکې پیدا کېږي او کله چې د دویم ځل لپاره ګرم شي نو د (کلوستریډیم بوټولیم) بکتریا پیدا کوي او خواړه زهرجن کوي.

په دې اړه د المان روغتیایي کارپوهان وایي چې غوره به دا وي ورېژې له پخولو وروسته سمدستي استعمال شي او په یخچال کې یې له ایښودلو باید ډډه وشي.

یعنې هیڅکله هڅه مه کوئ چې ورېژې د دویم ځل لپاره ګرمې کړئ، بلکې هڅه وکړئ چې یو ځل یې استعمال کړئ او له ناروغیو یې ځان وساتئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …