کورپاڼه / اسلام / آیا په برزخ کې له خپلو، خپلوانو سره لېده، کاته کولی شو؟

آیا په برزخ کې له خپلو، خپلوانو سره لېده، کاته کولی شو؟

یو حدیث شریف دی چې حضرت ایوب انصاري رضي الله عنه روایت کړی چې حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې د مسلمان روح واخیستل شي، نو د الله تعالی هغه مرحوم بنده چې وړاندې وفات شوی، هغه ورته په داسې ډول راځي لکه په دنیا کې چې له زېرې کوونکي سره څوک مخ کېږي.

ځینو بیا په قبر کې ورته وایي چې دا خو اوس راغلی، لږ یې پرېږدي، تاسو اوس ورسره خبرې پیل کړې او هغه چې وړاندې مړه شوي وي هغه به وایي لږ یې پرېږدئ چې آرام وکړي.

له دې وروسته به پوښتنې ترې کوي چې فلانی په څه حال دی؟ د فلاني لور او زوی څنګه دی؟ بیابه هغه وایي چې فلانی خو له ما وړاندې مړ شوی او بیابه وایي انا الله وانا الیه راجعون او افسوس به پرې کوي.

په یو بل حدیث شریف راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ستاسو عملونه به ستاسې د هغه خپلوانو او ملګرو ته وړاندې شي چې برزخ کې دي، که چېرته مو عملونه ښه او نیک وي نو هغوی به خوشحاله شي او دعا به کوي چې یا الله ده ته درجې ور کړه.

که چېرته مو عملونه بد او ناوړه ول نو هغوی به الله تعالی ته دعا کوي چې دده په زړه کې نیکۍ واچوه. نو که چېرته یو څوک مړ شي نو لومړی به هغه چاسره مخ لېدنه کوي چې خپلوان وي او یو له بله به پوښتنې کوي.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …