کورپاڼه / اسلام / الله تعالی فرمایي چې په دنیا کې مې درې شیان خوښېږي

الله تعالی فرمایي چې په دنیا کې مې درې شیان خوښېږي

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو ترمنځ ناست و او له حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه څخه وپوښتل: ته په دنیا کې څه شی خوښوې؟ هغه ورته په ځواب کې وویل درې شیان خوښوم، لومړی چې تاسې سره ناست یم، دویم چې تاته ګورم او دریم چې خپل مال او شتمني درباندې مصرفوم.

بیا حضرت رسول الله له حضرت عمر رضي الله عنه څخه وپوښتل چې عمره ته څه شی خوښوې؟ عمر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې حضور درې شیان خوښوم، لومړی د نېکۍ آمر کوم، دویم له بدو منع راوړم او دریم د حق خبره کوم.

بیا یې له حضرت عثمان رضي الله عنه څخه وپوښتل چې تاسې څه خوښوئ؟ هغه ځواب ورکړ چې درې شیان خوښوم، لومړی په خلکو د ډوډۍ خوړل، دویم سلام خپرول او دریم د شپې په داسې برخه کې لمونځ کول چې نور خلک وېده وي.

له دې وروسته رسول الله له علي رضي الله عنه څخه وپوښتل چې ته څه خوښوې، هغه وویل حضور درې شیان خوښوم. لومړی میلمه پالنه، دویم په ګرمۍ کې روژې نېول او دریم پر دښمن د تورې ګوزار کول.

بیا رسول الله له ابوذر غفاري څخه پوښتنه وکړه چې ته څه خوښوې هغه وویل درې شیان خوښوم. لومړی لوږه، دویم ناروغي او دریم مرګ. رسول الله ورته وفرمایل دا درې واړه شیان ولې خوښوې؟ هغه وویل لوږه ځکه خوښوم چې زړه مې نرموي، ناروغي ځکه خوښوم چې ګناه مې معاف کوي او مرګ ځکه خوښوم چې الله تعالی سره ملاقات وکړم.

له دې وروسته رسول الله وفرمایل زه په دنیا کې درې شیان خوښوم، لومړی خوشبو، دویم نیکه میرمن او دریم لمونځ چې سترګو ته یخوالی رابخښي. دا وخت جبرایل علیه السلام راغی او ویې زما په دنیا کې درې شیان خوښېږي، لومړی پیغام رسول، دویم امانت ادا کول او دریم له مسکینانو سره مینه لرل.

بیا جبرایل علیه السلام د اسلام پر لورې لاړ او بېرته راوګرځیده او ویې فرمایل چې الله تعالی درباندې سلام وایي او فرمایي چې ستاسو په دنیا کې مې درې شیان خوښېږي، لومړی هغه ژبه چې الله یادوي، دویم هغه زړه چې له الله وېرېږي او هغه بدن چې د مصیبت او ازمایښت پر وخت صبر کوي.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …