کورپاڼه / جالب / یوه دوه اتیا کلنه زړه ښځه به روانه میاشت فضاء ته لاړه شي

یوه دوه اتیا کلنه زړه ښځه به روانه میاشت فضاء ته لاړه شي

دوه اتیا (۸۲) کلنه زړه ښځه، چې د نړۍ ترټولو ډېر عمرې ښځه ګڼل کېږي، روانه میاشت فضاء ته ځي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه دوه اتیا کلنه میرمن به د ستور مزلو د شرکت (بلیو اوریجن) د فضایي ماموریت برخه وګرځې او فضاء ته به لاړه شي.

راپور زیاتوي چې دغه میرمن فنک نومېږي او په  ۱۹۶۰ زېږدېز کال کې یې فضایي روزنه ترلاسه کړې وه، خو لکه څنګه چې نوموړې یوه ښځه ده، په همدې سبب فضایي سفر ته نه ده ټاکل شوې.

خو اوس ویل کېږي چې فنک نومې میرمنې وروسته له ډېر انتظار څخه دا موقع ترلاسه کړه، چې فضاء ته لاړه شي او سفر به یې د روان کال د جولایۍ په شلمه نیټه ترسره شي.

راپور وایی چې په دې سفر سره به فنک د نړۍ لومړنۍ هغه زړه میرمن شي، چې فضاء ته سفر کوي او په سفر کې به ورسره میلیاردر جیف بزور، د هغه ورور مارک بزوز او یو بل کس واوسي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …