کورپاڼه / جالب / هغه حشره چې په اوبو کې سرچپه حرکت کوي

هغه حشره چې په اوبو کې سرچپه حرکت کوي

که چېرته کومه حشره په کور کې او بیا پر چت ځوړنده ووینو، نو عادي یې ګڼو، خو که چېرته کومه اوبو ته د تګ پرځای په اوبو کې وګرځي او هلته په داسې ځان ځوړنډ چې لاندنۍ برخه یې ښکاره نو حیرانوونکې یې ګڼلی شو.

اوس همدغه ډول یوه حشره لېدل شوې او د اسټریلین بیټل نوم پرې ایښودل شوی. ساینسپوهان وایي چې دغه حشره لومړنۍ حشره ده چې د پښو د لرلو سربېره بیاهم پر اوبو چپه ګرځي.

که څه هم ډېرې حشرې په اوبو کې لامبو وهي، خو دغه حشره د اوبو پر سطحه داسې تګ کوي له په ښېښه چې روانه وي او تر اوسه پورې دا ځانګړتیا په بله حشره کې نه ده موندل شوې.

دغه حشره چې په لومړي کې داسې ګومان کېده چې دا به په اوبو کې لوېدلې وي خو وروسته معلومه شو دغه حشره پر اوبو چپه حرکت کوي او ویډیو یې ترې جوړه کړه.

خو پوښتنه داده چې آخر دغه حشره څه ډول په اوبو کې درېږي؟ په دې اړه څېړنو ته اړتیا ده ځکه تر اوسه نه ده معلومه چې دا حشره په اوبو کې سیده مزل کولی شي او څنګه.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …