کورپاڼه / روغتيا / هغه عادتونه چې وزن مو کمولو ته نه پرېږدي

هغه عادتونه چې وزن مو کمولو ته نه پرېږدي

آیا تاسې هم د وزن په کمولو کې له ستونزو سره مخ یئ؟ که ځواب مو هو وي، نو باید په دې هم پوه شئ چې تاسې یوازې نه یئ، بلکې د نړۍ په میلونونو خلک له دې تجربې سره مخ دي.

ډېر شمېر خلک ډېر سخت ورزشونه کوي او له غذایي رژیم څخه ګټه اخلي ترڅو ډېر شوی وزن یې ژر کم شي، خو ددې هر څه سربېره یې بیاهم وزن کمښت نه مومي.

زموږ د ورځني ژوند ځینې عادتونه داسې دي چې د وزن د ډېرېدو سبب کېږي. که څه هم دغه عادتونه په ښکاره ډول بې ضرره ښکاري، خو د همدې عادتونو په پایله کې د چاغښت څخه خلاصون نه شو موندلی.

له دغه عادتونو څخه یو د خوب کمښت دی، نو که چېرته بشپړ او آرام خوب ونه کړو نو وزن مو ډېرښت مومي. دویم د اوبو کم څښاک دی. یعنې که چېرته لږې اوبه وڅښو نو پرځای به یې نور مشروباتو کاروو چې بیا وزن ډېروي.

همدغه راز پر وخت ډوډۍ نه خوړل، تر ډېره کېناستل، له ورزش وروسته د مشروبات کارول، ذهني فشار، په بېړه خوراک کول، د تایراید ستونزې او د درملو استعمال مو هغه عادتونه دي چې وزن مو کمولو ته نه پرېږدي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …