کورپاڼه / ليکنې / مطالعه ولې اړینه ده او ګټې یې څه دي؟

مطالعه ولې اړینه ده او ګټې یې څه دي؟

د کتابونو لوستل یو له ډېرو ښو عادتونو څخه دی، ښه کتابونه مو له ډېر څه خبرولی او پوهولی شي او د ژوند په نېغ لار مو روانوي. له یو ښه کتاب څخه بل غوره ملګری نشته او مطالعه مو د ژوند د ښه والي لپاره اړینه ده او هغه څوک چې د مطالعه شوق لري د تېر، حال او راتلوونکې په اړه له نورو ښه پوهېږي.

په مطالعې سره په زده کړه او د کلمو د استعمالولو وړتیا وده کوي او د ذهني فشار د کمولو یوه غوره لار هم ده. د دماغي عضلو د ښه فعالیت لپاره اړینه ده چې هره ورځ لږ تر لږه د یو څه وخت لپاره کتاب ولولو.

د کتابونو لوستل مثبت فکر پیدا کوي او د ژوند له هغه تجربو هم خبروي د کومو لپاره چې لیکوالانو ډېر تکلیف او ستونزې ګاللي او د چاپیریال په باب مو له ډېر څه خبروي او تخلیقي وړتیاوې مو ډېروي.

کتابونه مو د نړۍ د هر ملت له کلتور، دودونو، هنرونو، تاریخ، ادبیاتو، جغرافیې، روغتیا، ارواپوهنې او د ژوند له نورو اړخونو خبروي. کله چې تاسې مطالعه کوئ نو په ذهن کې مو نوي او تخلیقي فکرونه او نظریې تشکیل مومي او دې ته مو اړ باسي چې په تخلیقي ډول فکر او تصور وکړئ.

مطالعه مو فکرونو ته پیاوړتیا او پرمختګ ورکوي او مرسته درسره کوي چې خپل نظرونه پرته له کومې ستونزې حل کړئ او مطالعه کولی شي چې تاسې د یوې نوې نظریې څښتنان کړي.

ژباړه

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …