کورپاڼه / روغتيا / د ماشومان ضد او ناوړه چلند د یو ډول ناروغۍ له نښو، نښانو څخه دي

د ماشومان ضد او ناوړه چلند د یو ډول ناروغۍ له نښو، نښانو څخه دي

او ډي ډي (Oppositional Defiant Disorder) یو ډول ناروغي او د منفي یا ناوړه او له دښمنۍ ډک چلند چلند ته وایي، چې په عموم کې په کوچنیو ماشومانو کې موندل کېږي.

دغه ناروغي یا حالت د انجونو په پرتله په هلکانو کې عام وي او تر هغې دوام مومي چې بلوغت ته نه وي رسېدلي او په بلوغت کې بیا ددې ناروغۍ کچه په انجونو او هلکانو کې یو ډول وي او نښې، نښانې یې په لاندې ډول دي:

۱- ډېر وخت غوسه کېدل
۲- له لویانو سره بحث کول
۳- د لویانو خبرې نه منل او له اصولو سرغړونه
۴- خلکو ته غوسه کېدل
۵- خپلې تېروتنې په نورو اچول
۶- ژر خپه کېدل
۷- ژر بدله اخیستل

ددې ناروغۍ نښې ډېر وخت په بیولوژیکي او جینټیکي چاپیریال پورې اړه لري. یعنې که په تېر کې د کورنۍ کوم غړی له دا ډول نښو، نښانو سره مخ شوي وي نو په ماشومانو کې یاده ناروغۍ رامنځته کېږي او د چاپیریال اغېزې هم له پامه نشو غورځولی.

ددې ناروغۍ درملنه د هغه په کورنۍ او د ژوند په طرز، طریقې پورې اړه لري او درمل هم شته خو که چېرته دغه ناروغي په وخت تشخیص نه شي نو ممکن ناوړه پایلې ولري.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …