کورپاڼه / جالب / هغه شرکت چې د سترګې په سکین کولو کرپټو کرنسي ورکوي

هغه شرکت چې د سترګې په سکین کولو کرپټو کرنسي ورکوي

یو امریکایي شرکت اعلان کړی چې هر چا د دوی په شرکت خپلې سترګې سکین کړې، نو هغوی ته به بدل کې یوه نوې کرپټو کرنسي (ورلډ کواین) ورکوي.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې یوازې دا نه، بلکې هغه کسان چې خپل سترګه سکین کوي، هغوی ته به په (ورلډ کواین) شرکت کې لږ غوندې برخه هم ورکوي.

د ورلډ کواین شرکت او ددې کرنسۍ بنسټ ایښودونکی سیم الټمین وایي چې د یو ځانګړي ماشین په مرسته سکین ترسره کوي او په محرمیت او شخصي مسایلو اړوند به یې ډیجیټل پېژاند جوړوي.

نوموړی وایي چې د سکین شوي شخص محرمیت به په بشپړ ډول خوندي او له دې پېژاند څخه به کوم بل څوک ګټه نشي اخیستي او یوازې به هماغه کس ترې ګټه اخلي.

الټمین غواړي چې د خپل شرکت (ورلډ کواین) په ذریعه او د ټیکنالوژۍ په مرسته د هر شخص ډیجیټل پېژاند دومره خوندي کړي، چې هیڅوک به زیان ورته ونه رسوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …