کورپاڼه / جالب / استرالیایي روزنتون: ماشومانو ته د پمپر بدلولو پر وخت له هغوی اجازه واخلئ

استرالیایي روزنتون: ماشومانو ته د پمپر بدلولو پر وخت له هغوی اجازه واخلئ

د ماشومانو یو روزنتون، چې په استرالیا کې واقع دی، والدینو ته لارښوونه کړې چې ماشومانو ته د پمپر بدلولو پر وخت له هغوی اجازه واخلئ.

دغه خبره د (آل اباوټ چلډرن) په نوم د ماشومتوب د روزنتوب یوې ادارې کړې او د بلاګ په پوسټ کې یې ویلي چې والدینو ته پکار دي چې په کم عمرۍ ماشومانو ته ور زده کړي چې د یو کار له کولو وړاندې باید اجازه واخیستل شي.

دغې ادارې ویلي دي چې کوچني ماشومان د لوبو کولو پر وخت مزاحمت نه خوښوي، نو والدین باید ورته انتظار وکړي ترڅو هغوی له لوبو وزګار شي.

دغه دوی لیکلي دي چې د پمپر بدلول د نوو خبرو په زده کولو او د والدینو او ماشومانو په اړیکو کې مهم رول لوبوي. خو بله خوا په ټولنیزو رسنیو خلکو په دې لارښوونو غبرګونونه ښودلي او یو والد لیکلي، کله چې ماشوم ژاړي، چغې وهي او له پمپر څخه بد بوی راځي، دا ټول د پمپر بدلولو ته رضامندي ښیي.

یو بل شخص بیا په طنز لیکلي چې آیا نړۍ په مکمل ډول لېونۍ شوې ده او یو بل بیا لیکلي دي چې، اوس پوه شوم، ماشوم ته به له مخ وینځلو دمخه وایو چې آیا مخ درته ووینځم؟

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …