کورپاڼه / هنر او کلتور / کاجل خپل خاوند اجي دیوګن ته ګواښ کړی چې کور ورته پرېږدي

کاجل خپل خاوند اجي دیوګن ته ګواښ کړی چې کور ورته پرېږدي

د بالیووډ له صنعت څخه د اداکارانو او هنرمندانو ترمنځ د ژورو اړیکو راپورونه خپرېدل خو تقریباً عادي شوي، خو ځینې وختونه بیا داسې هم کېږي چې دا ډول خبرونه د یو چا ګډ ژوند له خطر سره مخ کوي.

همدغسې یوه پېښه له اجي دیوګن او د هغه له میرمنې کاجل سره شوې او دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه، کله چې د اجي دیوګن او کنګنا رناوت په اړه آوازې خپرې شوې او ویل کېده چې د دوی دواړو سره ډېر نږدې شوي.

د (ونس اپون آ ټایم ان ممبۍ) فلم د ثبت پرمهال داسې ډېر راپورونه خپاره شول چې د اجي دیوګن او کاجل اړیکې ژورې شوي او یو نوی اړخ یې پیدا کړی او دا هم ویل کېدل چې دوی دواړه به په (تېز) او (راسکل) فلمونو کې هم یوځای کار وکړي.

خو دا ډول راپورونه د کاجل لپاره د زغم وړ نه ول او اجي دیوګن ته یې ګواښ وکړ، که چېرته له کنګنا رناوت سره ملګرتیا ختمه نه کړي، نو دواړه اولادونه به له ځان سره کړي او کور به ورته پرېږدي، خو وړاندې له دې چې داسې څه وشي ستونزه یې حل شوه.

اجي دیوګن د یوې مرکې پرمهال ویلي چې زه له هیچا سره اړیکه نه لرم، د رسنیو کار کوونکي چې دوه کسان یوځای وویني نو راپور پرې جوړ کړي، زه له خپلې میرمنې او اولادونو سره خوښ یم او له خپل کار او کورنۍ سره مینه لرم.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …