کورپاڼه / خبرونه / شاپور ځدراڼ: د کورونا مرض سره ټوکې مه کوئ، جدي یې ونیسئ
شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ: د کورونا مرض سره ټوکې مه کوئ، جدي یې ونیسئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی شاپور ځدراڼ چې د کورونا ویروس ناروغۍ باندې څو ورځې وړاندې اخته شوی و، وايي چې اوس ښه شوی دی، خو له خلکو یې غوښتي دي چې د کورونا مرض سره ټوکې مه کوئ.

شاپور ځدراڼ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې په یو پوسټ کې لیکلي دي، چې الحمدالله ستاسو د دعاوو په برکت د کورونا مرض نه ښه شوی یم.

هغه په خپل پوسټ کې د کرکټ بورډ له چارواکو، دوستانو او مینه والو څخه مننه هم کړې ده، چې د هغه د روغتیا پوښتنه یې کړې او دعاګانې یې ورته کړې دي.

شاپور ځدراڼ همدا راز لیکي: ((په اخر کې په ټولو هیوادوالو غږ کوم چې د کورونا مرض سره ټوکې مه کوئ، جدي یې ونیسئ، په خپل ځان او کورنۍ رحم وکړئ، د کورونا مرض نه ځان وساتئ او ټول احتیاطي تدابير په ځان عملي کړئ.))

د یادولو وړ ده، کله چې شاپور ځدراڼ په کورونا ویروس ناروغۍ اخته شوی و، نو د کرکټ بورډ کارمندانو او یو شمېر ملي لوبغاړو هم د هغه په اړه پوسټونه کړي و او د دعا غوښتنه یې کړې وه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …