کورپاڼه / خپلواک / اکشى کمار او کرينه کپور په (ګوډ نيوز) فلم کې راښکاره کېږي
ګوډ نيوز فلم

اکشى کمار او کرينه کپور په (ګوډ نيوز) فلم کې راښکاره کېږي

خپلواک وېبپاڼه (١٥ نومبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو فلمي ستوري اکشى کمار د خپل راروان فلم (ګوډ نيوز) لومړنى انځور په ټويټر خپور کړى دى، چې په دغه انځور کې ورسره ديلجيت دوسانج هم ښکاري او دواړه د دوه داسې ښځو ترمنځ دي، چې ماشومان يې په خېټه دي.

د اکشى کمار، ديلجيت دوسانج، کرينه کپور خان او کايره اډواني دغه فلم به د راروانې مياشتې (دسمبر) په ٢٧مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي.

اکشى کمار په خپل ټويټر اکاونټ ليکلي دي، د کرسمس په ورځ به ځينې خواږه خبرونه (ګوډ نيوز) واورئ. له موږ سره واوسئ.

په دغه فلم کې چې کرينه کپور خان او کايره اډواني هم پکې کار کوي، دواړه په انځور کې ښکاره کېږي چې په خېټه کې يې ماشومان دي يا په بله معنا حمل دي.

ښکاره کېږي چې اکشى کمار او کرينه کپور په فلم کې د ښځې او خاوند رول لوبوي چې د ماشوم د زېږولو لپاره هڅې کوي، همدا راز ديلجيت دوسانج بيا د کايره اډواني خاوند دى، چې هغوى هم په دې هڅه کې دي چې ماشوم وزېږوي.ګوډ نيوز فلم ١

د دغه لومړي انځور له خپرېدو وروسته د فلمونو مينه وال د دغه فلم په اړه ډېرې تبصرې کوي او له لومړي انځور داسې ښکاري چې فلم به ډېر په زړه پورې وي. يو کس په ټويټر ليکلي دي، چې څومره خوندور او اعلى دى، کېداى شي دا ځل بيا د (هاى بېبي) په څېر کامېډي فلم وګورو.

هاى بېبي هم د اکشى کمار يو کامېډي فلم و چې له هغه سره پکې وديا بالن کار کړى و.

دا فلم چې د دهرما پروډکشن تر سېوري لاندې جوړېږي، لارښود يې راج مهتا دى او همدا راز پروډيوسران يې بيا کرن جوهر او اکشى کمار دي.

د يادولو ده چې د اکشى کمار وروستى نندارې ته وړاندې شوى فلم (هاوس فل ٤) هم فلم کتونکو خوښ کړى دى او يو له برياليو فلمونو څخه دى، دغه فلم تراوسه پورې ٢ ميليارده روپۍ ګټلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …