کورپاڼه / اسلام / آیا غواړئ په کاروبار کې پرمختګ وکړئ او رزق مو پراخه شي؛ دغه وظیفه وکړئ

آیا غواړئ په کاروبار کې پرمختګ وکړئ او رزق مو پراخه شي؛ دغه وظیفه وکړئ

الله تعالی د دوو شیانو د ور کړې وعده کړې او دا دوه شیان په هر حال راکوي، چې یو رزق دي او بل مرګ. خو ډېر شمېر خلک بیا شکایت کوي چې په لاس کې پیسې نه پاتې او په رزق کې یې برکت نشته.

ممکن دا له خدای جل جلاله څخه د نافرمانۍ او سرغړونې پایله وي او یاهم الله تعالی له موږ څخه ازمایښت لري، نو په داسې حالت کې د اندیښنې کومه خبره نشته، یوازې الله تعالی ته رجوع وکړئ.

که څوک غواړي چې رزق یې ډېر شي نو هره ورځ دې د سهار او ماسخوتن له لمانځه ورسته یوولس، یوولس سوه ځله د (یا غني) ذکر وکړي، نو الله تعالی به یې په رزق کې پراخوالی راولي.

دا یوه تجربه شوې وظیفه ده چې د رزق د بندښت او ختمولو لپاره ډېره غوره یې ګڼلي شو. که چېرته یو کس دوکان یا دفتر پرانېزې، نو له پرانیستلو وړاندې دې اویا ځلې (یا غني) ولولي؛ ان شاءالله په کار کې به یې برکت، په رزق کې پراخوالی او له تاوانه به خوندي وي.

که چېرته د پنجشنبې او جمعې په شپو کې د الله تعالی مبارک نوم (یا غني) نوولس زره ځلې وویل شي او دا عمل همداسې جاري وساتل شي نو له غیبو به دولت او شتمني ترلاسه کړئ او ډېر ژر به په کاروبار کې پرمختګ وکړي او له داسې لارو حلال رزق ترلاسه کړي چې عقل به یې کار هم نه کوي.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …