کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټیک ټاک خپلو کاروونکو ډېر په زړه پوری فیچر وړاندې کړ؛ د ویډیو وخت یې ډېر کړ

ټیک ټاک خپلو کاروونکو ډېر په زړه پوری فیچر وړاندې کړ؛ د ویډیو وخت یې ډېر کړ

ټیک ټاک د ټولنیزو رسنیو هغه اپلیکیشن دی، چې ډېر کاروونکې لري او پر دې رسنۍ د طنزیه او خندوونکو موادو ترڅنګ ګټور او معلوماتي مواد هم خپرېږي.

خو دغه اپلیکیشن هر وخت په دې هڅه وي، چې پخپل اپلیکیشن کې ښه والي راولي او د کاروونکو لپاره اسانتیا برابره کړي، چې اوس یې په همدې لړ کې د ویډیو دورانیه یا وخت ډېر کړی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ټولنیزې رسنۍ ټیک ټاک د ویډیوګانې وخت یا دورانیه ډېره کړې او تر دریو دقیقو پورې یې غځولې ده.

د ټیک ټاک د تولیداتو مدیر ډریو کرچوف وایي چې د ویډیوګانو دریو دقیقو ته غځول یې یو میلیارد کاروونکو ته ګټور رسولی شي. له دې وړاندې دغه دورانیه ترې یوې دقیقې پورې و، خو له راتلوونکې اوونۍ وروسته به دریو دقیقو ته وغځېږي.

راپورونه زیاتوي چې ټیک ټاک دغه پرېکړه له خپلو سیالانو سره د سیالۍ په موخه کړې او اوسمهال په مارکیټ کې سنیک ویډیو او د یوټیوټ ترڅنګ نورې اپلیکیشنې له ټیک ټاک سره په سیالۍ بوختې دي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …