کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې خپل واده یې هېر کړی او پخپله میرمن مئین شوی

هغه شخص چې خپل واده یې هېر کړی او پخپله میرمن مئین شوی

په امریکا کې یو شخص چې د الزایمر په ناروغۍ اخته شوی، حافظه یې دومره کمزورې شوې چې دا یې هم هېر شوي، چې هغه واده کړی او یو ځل بیا پخپله میرمن مئین شوی دی.

د سي این این د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شخص د امریکا د کنیکټیکټ ایالت اوسیدونکې دی، پیټر نومېږي، شپږ پنځوس کاله عمر لري او تقریباً شل کاله کېږي چې واده یې کړی.

پیټر د الزایمر په سبب خپله حافظه له لاسه ورکړې او دا ترې هېر شوي چې هغه واده کړی او خپله څلور پنځوس کلنه میرمن لېزا د میرمنې په توګه نه پېژني.

پیټر وایي چې په لېزا مئین شوی دی او هغه یې انډیواله ده. خو لېزا وایي چې پیټر دا هېر کړي چې موږ په لومړي ځل چېرته سره مخ شو، چېرته مو لاسه سره ورکړل او ښکل مو کړل.

لېزا زیاتوي چې هغه د واده ورځ هم له یاده ویستې، چې زه یې ډېره اندیښمن کړی یم، خو په دې بیا ډېره خوشحاله یم چې د هغه دویمه مینه یم او یوځای نوې خاطرې او یادونه راسره پاتې کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …