کورپاڼه / هنر او کلتور / راکهي ساونت: یوه ښه مېرمن او ښه مور جوړېدل غواړم
راکهي ساونت

راکهي ساونت: یوه ښه مېرمن او ښه مور جوړېدل غواړم

د هندي سینما مشهوره اداکاره راکهي ساونت وايي، چې زه غواړم یوه مېرمن او ښه مور جوړه شم، او زه یقین لرم چې ډېره ښه مېرمن به واوسم، بس دومره غواړم چې زه څنګه یم، هماغسې مې یو څوک قبوله کړي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د بالي ووډ هنګامه وېبپاڼې له خبریال فریدون شهریار سره په خپله مرکه کې راکهي ساونت وویل، چې هغه یوه ښه اداکاره ده، خو د خپل استعداد ښکاره کولو چانس نه دی ورکړل شوی.

هغې د خپل ژوند په اړه وویل، چې والدینو یې د هغه ورور ته زده کړې ورکولې خو هغه یې ترې محرومه کړې وه، هغوی ویل چې نجلۍ ولې زده کړې کوي، هغه خو هسې هم د بل چا کور ته ځي. هغه وايي، کله چې یې پلار مړ شو، نو د کور ټول هر څه ورپه غاړه شو او هغې هم په ښه طریقه ټول مسوولیتونه ترسره کړل.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې له کوم اداکار سره په فلم کې عشقي کردار لوبول غواړي، نو راکهي ساونت وویل، چې سلمان خان ته یې ورور ویلي دي، خو شاهد کپور او اکشی کمار سره غواړي عشقي کردار ولوبوي.

راکهي ساونت د هندي سینما هغه اداکاره ده، چې په اړه یې ویل کېږي چې هغه په خبرو کې هم ډېره بېباکه ده او د خپل ژوند ډېر حقایق یې په خپرونو او مرکو کې پرته له کومې ویرې خلکو ته ویلي دي. هغه دا هم وايي چې ګرانبیه کالي نه اغوندي، ځکه چې هغه یې د اخیستو وس نه لري او نه هم له دې امله ورته ځان له نورو کم ښکاري، هغه وايي خپل ځان له چا سره نه پرتله کوم او د بل چا د محل له وجې خپله جونګړه نه ورانوم.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …