کورپاڼه / د لوبو راپورونه / مجیب الرحمان ۲ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډلې یې ماتې وخوړه
مجیب الرحمان

مجیب الرحمان ۲ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډلې یې ماتې وخوړه

په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې پرون مجیب الرحمان ۲ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې د لوبې په ګټلو کې بریالۍ نه شوه، همدا راز قېس احمد بیا کومه ویکټ ترلاسه نه کړه، خو د هغه لوبډله بریالۍ شوه.

د ویټالیټي بلاسټ دغه سیالي د سمرسیټ او میډلسیکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې میډلسیکس د پچې له ګټلو وروسته سمرسیټ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سمرسیټ په ۱۸.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې دیون کانوی ۴۵، ویل سمید ۳۳ او مرچنټ دي لانج ۲۰ منډې وکړې. د میډلسیکس له خوا بلک کولین ۴، مجیب الرحمان او سټیون فن ۲-۲ ویکټې واخستې.

د باران له امله میډلسیکس لوبډلې ته په ۱۶ اورونو کې د ۱۲۰ منډو هدف وټاکل شو، چې د یاد هدف په تعقیب کې میډلسیکس د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۴ منډې وکړې او د ډيل ایل میتوډ له مخې یې د ۵ منډو په توپیر په لوبه کې ماتې وخوړه. د دوی له خوا ناتن ساوټیر ۳۷ ناسوځېدلې او لوک هولمن ۱۵ منډې وکړې. د سمرسیټ له خوا بیا کریګ اویرټون ۳ لوبغاړي وسوځول.

بلخوا د قېس اړوند لوبډلې کینټ هم پرون لوبه ترسره کړه، قېس احمد په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه، دغه لوبه د قېس احمد لوبډلې د ۱۱ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …