کورپاڼه / روغتيا / آیا ستاسو په سیمه کې هم د ګرمۍ څپې ډېرې شوي؛ څه ډول به ترې ځان ساتو؟

آیا ستاسو په سیمه کې هم د ګرمۍ څپې ډېرې شوي؛ څه ډول به ترې ځان ساتو؟

د اوړي په موسم کې د ګرمۍ سختو څپو د هغه سیمې خلک ډېر اغېزمن کړي، چې هوا یې ګرمه وي، خو ورسره څنګ کې روغتیایي کارپوهانو ځینې لارښوونې هم کړي، چې په مرسته یې ځان خوندي ساتلی شو.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د هیواد په بې شمېره سیمو کې د نمۍ یا رطوبت کچه ډېره شوې، نو که غواړو ترې ځان وژغورو؛ باید داسې ځای د ناستې لپاره وټاکو چې هوا ور پکې چلېږي.

د کاټن جوړه یا نري رختونه وکاروئ ځکه په دې سره هم د ګرمۍ احساس کمښت مومي. که چېرته نمي بېخي ډېره شي نو دفاعي سیستم اغېزمنوي، نو په دې صورت کې بیا بیا ځلې غسل او اودس وکړئ. ډېرې اوبه وڅښئ او ترڅنګ سبزیجات او مېوې استعمال کړئ.

د ګرمۍ په موسم کې د ناروغیو څخه د خوندیتوب لپاره د نیمو لسټونو لرونکې جامې اغوستل پوستکی اغېزمنوي. نرمې جامې واغوندئ، د کاټن لباس غوره کړئ او د لمر له وړانګو د ژغورنې لپاره د لمر ضد عینکې وکاروئ.

د بدن د تازه ساتلو لپاره مشروبات وڅښئ، خو له کافین لرونکو توکو ځان وساتئ ځکه چې کافین لرونکې توکي له بدن څخه په ډېره اندازه اوبه خارجوي او په ګرمۍ له کوره بهر مه وځئ. بشپړ خوب وکړئ، که بدن ستړی وي نو ګرمي یې ډېر اغېزمنوي.

که چېرته ګرمۍ ووهلئ نو ډېرې اوبه استعمال کړئ، له ګرمۍ ځان وساتئ، که بې هوښي درباندې راتله نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ. که د ورزش عادت لرئ نو په سخته ګرمۍ کې داسې مه کوئ، لږ ورزش وکړئ او ورو، ورو یې ډېر کړئ او غوره وخت ورته وټاکئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …