کورپاڼه / اسعار / ۱۲ سرطان ۱۴۰۰: د چټک پورته تګ وروسته ډالر ۱۰ پوله ارزانه شو
ډالر

۱۲ سرطان ۱۴۰۰: د چټک پورته تګ وروسته ډالر ۱۰ پوله ارزانه شو

امریکايي ډالر چې په دې وروستیو کې ډېر پورته روان دي او د پنجشنبې په ورځ ان ۸۰ افغانۍ ته پورته شوي و، نن ۱۰ پوله بېرته راښکته شوي دي.

نن (۱۲ سرطان ۱۴۰۰ \ ۳ جولای ۲۰۲۱) په سرای شهزاده کې ۱ امریکايي ډالر په ۷۹.۹۰ افغانۍ دی، چې ۱۰ پوله ارزانه شوی دی، ځکه د پنجشنبې په ورځ په ۸۰ افغانۍ و.

همدا راز پاکستانۍ کلدارې هم یو څه ګرانې شوې دي او اوس ۱۰۰۰ کلدارې په ۵۰۰ افغانۍ دي، د هند کلدارې هم ګرانې شوې دي او اوس ۱۰۰۰ هندۍ روپۍ په ۱۰۸۰ افغانۍ دي.

د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۲۵، د ترکیې ۱ لېره په ۹.۵۰ افغانۍ، ۱ یورو په ۹۴.۶۰ افغانۍ او د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۷۱۰ افغانۍ دي، چې مخکې په ۷۰۰ افغانۍ و.

د سعودي عربستان ۱ ریال په ۲۱.۰۵ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو ۱ درهم په ۲۱.۵۵ افغانۍ، د کویټ ۱ دینار په ۲۵۸ افغانۍ، د قطر ۱ ریال په ۲۰ افغانۍ او د بحرېن ۱ دینار په ۲۰۰ افغانۍ دی.

دا هم ولولئ

کلداره او ډالر

د پاکستانۍ کلدارې بې ارزښتي، ډالرو پرې ریکارډ جوړ کړی

په افغانستان کې د ډالر د چټک لوړوالي او بېرته د راکوزېدو وروسته ډالر د …