کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اصغر افغان او ۸ نورو افغان لوبغاړو د لنکا پریمئیر لیګ ته نوملیکنه وکړه
اصغر افغان

اصغر افغان او ۸ نورو افغان لوبغاړو د لنکا پریمئیر لیګ ته نوملیکنه وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان او ۸ نورو افغان لوبغاړو د سریلانکا تجارتي لیګ (لنکا پریمئیر لیګ) راتلونکي پړاو ته نوملیکنه کړې ده.

د سریلانکا کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو نومونه خپاره کړي دي، چې تراوسه پورې یې د دغه تجارتي لیګ راتلونکي پړاو سیالیو ته نوملیکنه کړې ده.

په دې لړ کې د افغانستان څخه اصغر افغان، محمد شهزاد، نجیب الله ځدراڼ، نوین الحق، عثمان شینواري، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځي، نوین الحق او قېس احمد هغه لوبغاړي دي چې یادو سیالیو ته یې خپل نومونه لیکلي دي.

د یادولو وړ ده چې اصغر افغان د افغانستان یو له هغه لوبغاړو څخه دی، چې د بېلا بېلو هېوادونو تجارتي لیګونو ته نوملیکنه کوي، خو هغه د کومې لوبډلې له خوا نه اخیستل کېږي.

هغه نور لوبغاړي چې د لنکا پریمئیر لیګ ته یې نوملیکنه کړې ده، په هغې کې د بنګله دېش تمیم اقبال، مهدي حسن میراز، تسکین احمد، لیتون داس او سومیه سرکار، د اسټرالیا عثمان خواجه، بین ډنک او کالم فیرګوسن، د ویسټ انډیز شیلډون کوټریل، ریاد ایمرټ، روي رامپال، ډواین سمیت، دینیش رامدین، جانسن چارلس او رومان پاویل، د پاکستان حارث سهیل، وقاص مقصود، محمد حسنین، محمد عرفان، شعیب مقصود، شان مسعود، انور علي او عماد بټ او د سویلي افریقا ریلي روسو، ډیویډ ویس، جون جون تریور سموتس، مورني مارکل، راسي ون در دوسین، کیشو مهاراج، تبریز شمسي او هاردس ویلون شامل دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …