کورپاڼه / روغتيا / کابل کې د (تور فنګس) دویمه پېښه ثبت شوه، عامې روغتیا وزارت یې په اړه ځانګړې غونډه هم وکړه
د تور قارچ ناروغي

کابل کې د (تور فنګس) دویمه پېښه ثبت شوه، عامې روغتیا وزارت یې په اړه ځانګړې غونډه هم وکړه

له کورونا ویروس په هېواد کې د تور فنګس یا تور قارچ ناروغۍ دویمه مثبته پېښه هم په کابل کې ثبت شوې ده، بلخوا د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ د مخنیوي په تړاو یوه ځانګړې غونډه هم کړې ده.

ډاکټران وايي، چې د تور فنګس ناروغي په هغه کسانو کې لیدل شوې ده چې دوی د کورونا په نوې بڼه (دلتا) باندې اخته شوي و، همدا راز د عامې روغتیا وزارت بیا له خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې روغتیايي سپارښتنې دې عملي کړي.

د یادولو وړ ده چې د تور قارچ ناروغۍ لومړنۍ پېښه څو ورځې وړاندې په کابل کې ثبت شوې وه چې ناروغ یې اوس هم په افغان جاپان روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح د مرکز او ولایتونو د روغتیایي ادارو له استازو سره په ناسته کې په هېواد کې د تور فنګس ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره په تدابیر ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((په دې ناسته کې، د دې ناروغۍ سره د مبارزې، نښو، علایمو، د انتقال ډول، درملنې لپاره د عامې روغتیا وزارت د چمتووالي په اړه بحث وشو.))

دوی وايي: ((د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د اړونده څانګو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې په دې ناروغۍ د اخته ناروغانو د لاسرسي او درملنې په پار په روغتیايي مرکزونو کې ځانګړي تدابیر ونیسي، په مرکز او ولایتونو کې د کورونا روغتونونو کې دې جلا وارډونه رامنځته کړي. ډاکترمجروح، همدارنګه د ناروغانو درملنې څرنګوالي، د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړول او په مرکزونو کې د شته امکاناتو د کارولو په پار څو تخنیکي کمیټې وګمارلې.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: ((د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دې ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې د روغتیايي ادارو همغږي مهمه وبلله او له ټولو اړوندو بنسټونو یې وغوښتل چې د دې ناروغۍ خپرېدو د مخنیوي لپاره په یوه ښه همغږي کې هڅه وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د تور فنګس لومړۍ پېښه څو ورځې وړاندې په کابل کې ثبت شوې وه. تبه، ټوخى، خوا ګرځېدل، پر خولې او پوزه تورې لکې او زړه بد والی د دې ناروغۍ عامې نښې دي او په کورونا ویروس ډېری اخته کسان د دې ناروغۍ سره په ګواښ کې دی.))

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …