کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د کلني معاش په اړه معلومات خپاره کړل
پاکستان لوبډله

د پاکستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د کلني معاش په اړه معلومات خپاره کړل

د پاکستان کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو لیسټ خپور کړ، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو لپاره یې ورسره قرارداد کړی دی او همدا راز د دوی د کلني معاشونو په اړه یې هم معلومات ورکړل.

پاکستان په ۴ کټګوریو کې له لوبغاړو سره قراردادونه کړي دي، هغه لوبغاړي چې سږکال ورسره قرارداد نه دی شوی، په هغوی کې شان مسعود، حارث سهیل، عثمان شینواری، افتخار احمد، محمد عباس، اسد شفیق، نسیم شاه، عماد وسیم او حیدر علي شامل دي. همدا راز حسن علي، محمد نواز، نعمان علي، فهیم اشرف، عمران بټ، شاهنوار دهاني او عثمان قادر هغه لوبغاړي دي چې تازه ورسره سږکال قرارداد شوی دی.

په اې کټګورۍ کې بابر اعظم، محمد رضوان، حسن علي او شاهین شاه اپریدي شامل دي، چې دوی ته د کال ۱.۳۷۵ میلیونه روپۍ ورکول کېږي. په بي کټګورۍ کې اظهر علي، فهیم اشرف، فخر زمان، فواد عالم، شاداب خان او یاسر شاه شامل دي، چې دوی ته د کال ۹۳۷ زره او ۵۰۰ روپۍ ورکول کېږي.

په سي کټګورۍ کې بیا عابد علي، امام الحق، حارث روف، محمد حسنین، محمد نواز، نعمان او سرفراز احمد شامل دي، چې دوی ته ۶۸۷ زره او ۵۰۰ روپۍ ورکول کېږي، همدا راز په ایمرجینګ کټګورۍ کې بیا عمران بټ، شاهنواز دهاني او عثمان قادر شامل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان په ګډون د نړۍ ټول کرکټ بورډونه د لوبغاړو سره د کلني قراردادونو او معاشونو په اړه معلومات خپروي، خو افغانستان کرکټ بورډ بیا دا معلومات له رسنیو او خلکو څخه پټ ساتي او تراوسه پورې یې په دې اړه کله هم معلومات نه دي خپاره کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …