کورپاڼه / هنر او کلتور / علیزی شاه: واده کې هېڅ علاقه نه لرم، اوس خو راته ډېر کار پاتې دی
علیزی شاه

علیزی شاه: واده کې هېڅ علاقه نه لرم، اوس خو راته ډېر کار پاتې دی

مشهوره پاکستانۍ هنرمنده علیزی شاه وايي، چې هغه اوس واده ته هېڅ علاقه نه لري او اوس هغې ته ډېر کار پاتې دی، تر څو خپل کیریر جوړ کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، علیزی شاه له یو خصوصي ټلویزیون سره په خپلو خبرو کې د واده په اړه د خپرو شویو اوازو او خپل کیریر په اړه خبرې وکړې. هغې د واده په اړه وویل، چې زما د واده په اړه ډېر خبرونه خپاره شوي دي خو ما تراوسه واده نه دی کړی.

علیزی شاه ته څه وخت مخکې یو کس د ۵۰ تولو طلا په بدل کې د واده وړاندیز کړی و، کله چې ترې په دې اړه وپوښتل شو، نو هغې په خندا کې وویل چې هغه له داسې څه نه نه ده خبره، خو داسې یې اورېدلي و چې یو چا ورته د طلا په بدل کې د واده وړاندیز کړی دی.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Alizooo (@alizehshahofficial)


هغې وویل، ما ځکه دغه خبرې ته اهمیت ورنکړ، چې زه اوس واده ته هېڅ علاقه نه لرم او ټول پام مې خپل کیریر ته دی چې باید خپل کیریر جوړ کړم.

علیزی شاه دا هم وویل چې د فلم د ثبت پر مهال زموږ ماحول داسې وي لکه د یوې کورنۍ، نو په کورنۍ کې هم کله کله د چا له یو بل شخص سره نه جوړېږي او د فلم د ثبت پر مهال هم له ځینو اداکارانو سره ستاسې جوړه نه راځي، خو بیا ځینې خلک د دې څخه لویه مسئله جوړوي.

د یادولو وړ ده چې علیزی شاه په کم عمر کې په ۲۰۱۶ کال کې په (چهوټي سي زندګي) سریال کې کار پیل کړی و، چې تراوسه پورې یې شاوخوا ۲۰ سریالونو کې کار کړی دی او یو پاکستاني فلم کې یې هم کار کړی دی.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Alizooo (@alizehshahofficial)

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …