کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په اسرایلو کې یو ډول فضایي مرکب موندل شوی

په اسرایلو کې یو ډول فضایي مرکب موندل شوی

روسي جیولوژیستانو په اسرایلو کې د نړۍ د ترټولو مالګین جهیل (مردار بحېرې) تر څېرمه یو فضایي معدني مرکب موندلی دی.

راپورونه وایي چې دغه مرکب ایلابوګډینایټ نومېږي او د فاسفورس لرونکې دی. همدغه راز تر اوسه پورې دغه مرکب یوازې په فضایي ډبرو کې موندل شوي دي.

راپور زیاتوي چې دغه مرکب د ایلا بوګدانووا په نوم یو ساینسپوه موندلی او ایلابوګډینایټ نوم یې پرې ایښی دی. دغه مرکب له نن څخه تقریباً شل کاله وړاندې په روسیه کې له یوې کوچنۍ فضایي ډبرې څخه وموندل شو او په دې ډبره کې په ډېره اندازه اوسپنه هم موجوده وه.

کلونه وروسته دغه فضایي مرکب یو ځل بیا پر ځمکه وموندل شو، خو دا ځل په اسرایلو کې د مردارې بحېرې ترڅنګ موندل شوی او ددې سیمې په اړه ویل کېږي چې دا د لوط علیه السلام د قوم سیمه وه.

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۵ کال د یوې څېړنې له مخې وموندل شول، چې د مردارې بحیرې پر شاوخوا له نن څخه ۳۷۰۰ کاله وړاندې یوه فضایي ډبره رالوېدلې وه، چې بیا یې چادونه وکړه او ټوټه، ټوټه شوه.

روسي جیولوژیستانو د مردارې بحېرې تر څېرمه بېلابېلې رسوبي ډبرې راټولې او تجزیه یې کړې، چې له اوږدو څېړنو وروسته ور پکې د ایلابوګډینایټ مرکب وموند. که څه هم په دې اړه ډېرې نظریې رامنځته شوي خو ساینسپوهان وایي چې دا یوه ساینسي څېړنه، مذهبې پایلې ترې مه اخلئ.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …