کورپاڼه / روغتيا / د زغر (کتان) تخم یا دانې د ښځو لپاره حیرانوونکې ګټې لري

د زغر (کتان) تخم یا دانې د ښځو لپاره حیرانوونکې ګټې لري

زغر یا کتان چې خړ رنګه دانې یا تخمونه لري د بې شمېر طبي ځانګړنو لرونکې وي؛ نو که چېرته په ورځني ډول د خوراک برخه وګرځي نو د ښځو د روغتیا اړوند بې شمېر ستونزې حلوي او د پوستکي د ښکلا، نوکانو، ویښتانو د ښه ساتلو لپاره درملو ته اړتیا نه پېښوي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې زغر یا کتان د اومیګا تري فیټي اسید، فایبر، بې شمېره منرالونه، ویټامینونه او نور مرکبونه لري چې د زړه، شکر او د کلیسترولو ناروغانو ته ګټور وي او د سرطاني ناروغیو څخه مخنوی کوي او ترڅنګ یې د ګټورو غوړو او پروټینو د ترلاسه کولو یوه ښه ذریعه ده.

که څه هم دغه تخمونه یا دانې د ښکلا اړوند ډېرې ګټې لري، ترڅنګ یې د ښځو لپاره اړین ګڼل کېږي او د ګرمو اغېزو په درلودلو سره د ښځو د روغتیا لپاره اړین وي او د (مولیبډینم) په نوم منرال یې عضلو ته پیاوړتیا ورکوي او د ښځینه ښکلا لپاره اغېزمن تمامېږي.

دغه راز په ډېره اندازه فاسفورس هم لري چې د ښځو د هډوکو او بندونو درد ته ګټور وي او عضلې یې پیاوړې کوي. د فایبرو شتون یې بیا د وزن په کمولو، د هضم د سیستم او کلیسترول لپاره ګټور وي او میتابولیزم ته ښه والی وربخښي.

بل لوري ته د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې زغر یا کتان د سینې، کولمو، پوستکي او سږو د سرطان لپاره ګټور وي. ددې لپاره یوه کاچوغه د زغر یا کتان تخم یا اوړه په اوبو کې واچوئ او په نهاره یې وڅښئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …