کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اصغر ویلي و، چې بهرني لیګونو کې به نه لوبېږي خو اوس یې بیا بهرني لیګ ته نوملیکنه کړې
اصغر افغان

اصغر ویلي و، چې بهرني لیګونو کې به نه لوبېږي خو اوس یې بیا بهرني لیګ ته نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان په خپله یوه مرکه کې څه وخت مخکې ویلي و چې هغه نه غواړي په بهرنیو لیګونو کې ولوبېږي، خو نوموړي خپله یاده ژمنه ماته کړې او بیا یې یو بهرني لیګ ته نوملیکنه کړې ده.

د سریلانکا تجارتي لیګ (لنکا پریمئیر لیګ) د هغه بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی، چې پکې د اصغر افغان په ګډون ۹ افغان لوبغاړي هم شامل دي.

اصغر افغان خپله هغه ژمنه ماته کړه، چې ویلي یې و، نه غواړي بهرنیو لیګونو کې ولوبېږي او د بهرنیو لیګونو پر ځای ورته د خپلې کورنۍ سره وخت تېرول غوره دي. اصغر افغان په خپله هغه مرکه کې دا هم ویلي و، چې په بهرنیو لیګونو کې ورته د لوبېدو وړاندیزونه شوي دي، خو هغه نه دي منلي.

د یادولو ده چې تېر کال اصغر افغان د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) او د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ته هم نوملیکنه کړې وه، خو د کومې لوبډلې له خوا وانخیستل شو.

د لنکا پریمئیر لیګ ته د اصغر افغان پرته محمد شهزاد، نجیب الله ځډراڼ، نوین الحق، عثمان شینواري، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځي او قېس احمد هم نوملیکنه کړې ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …