کورپاڼه / روغتيا / آیا د ماهي د غوښې له دې حیرانوونکې ګټې خبر یاست؟

آیا د ماهي د غوښې له دې حیرانوونکې ګټې خبر یاست؟

که چېرته تاسې د سر دردۍ او نیم سري یا میګرین ستونزې لرئ نو د ماهي خوراک عادت وګرځوئ. د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې هره ورځ یوه ټوټه د ماهي غوښه خوړل د سر درد او نیم سري ستونزې هواروي.

دغه څېرنه چې د امریکا د روغتیا نړیوال انسټیټوټ ترسره کړې، یو سلو، درې اتیا تنه هغه کسان یې تر تجزیې لاندې نېولي ول چې نیم سری درلود او په دریو ګروپونو یې وویشل.

یو ګروپ ته یې عادي خواړه ورکړل، بل ته یې لږ اومیګا ۳ فیټي اسید ورکړل او دریم ګروپ ته ډېر اومیګا ۳ او اومیګا ۶ ورکړل. اومیګا تري هغه غوړ دي چې په ماهيانو ډېر موندل کېږي او د انسان بدن یې پخپله نه شي جوړولی.

په ورځ کې په اوسط ډول ۱۵۰ ملي ګرامه د اومیګا تري استعمال اړین وي او رضاکارو کسانو ته د یوه ټوټه ماهي په مرسته ۱.۵ ګرامه اضافي اومیګا ترې ور کړل شول.

له پایلو څرګنده شوه، هغه کسانو چې تر شپاړس اوونیو یې ډېر اومیګا تري استعمال کړي ول، په هغوی کې د سر درد کچه کمه وه او هغه چې اومیګا ۶ یې هم استعمال کړي، د سر درد کچه یې دوه برابره کمه شوې وه.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …