کورپاڼه / اسعار / ډالر د افغانیو پر وړاندې ټول ریکارډونه مات کړل
ډالر او افغانۍ

ډالر د افغانیو پر وړاندې ټول ریکارډونه مات کړل

امریکايي ډالر د افغانیو پر وړاندې ډېر په چټکۍ سره پورته روان دی او یوازې نن له دوه افغانیو څخه ډېر ګران شوی دی چې په دې سره یې ټول ریکارډونه هم مات کړل.

د سرای شهزاده د معلوماتو له مخې، تازه په هېواد کې ۱ امریکايي ډالر په ۸۲ افغانۍ شو، چې په دې سره یې په تاریخ کې ټول ریکارډونه مات کړل او لوړې بیې ته پورته شو.

نن سهار ۱ امریکايي ډالر په ۷۹.۹۰ افغانۍ و، چې لږ وروسته بیا په ۸۰.۳۰ افغانۍ شو، ورپسې ۸۰.۵۰ افغانۍ ته پورته شو، خو دلته هم پاتې نه شو او همداسې پورته روان و.

وروسته ۱ امریکايي ډالر ۸۰.۸۰ افغانۍ ته شو او بیا ورپسې ۸۱ افغانیو ته پورته شو، خو له دې څخه بیا نېغ په نېغه ۱ افغانۍ نور هم پورته شو او اوس تازه ۱ امریکايي ډالر په ۸۲ افغانۍ شو.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د ۲۰۱۹ کال د جولای په څلورمه نېټه، یعنې له نن نه شاوخوا دوه کاله وړاندې ۱ امریکايي ډالر ۸۱.۴۰ افغانیو ته پورته شوی و.

دا هم ولولئ

کلداره او ډالر

د پاکستانۍ کلدارې بې ارزښتي، ډالرو پرې ریکارډ جوړ کړی

په افغانستان کې د ډالر د چټک لوړوالي او بېرته د راکوزېدو وروسته ډالر د …