کورپاڼه / هنر او کلتور / د ټولنیزو رسنیو کاروونکو کرینه کپور ته بوډۍ ویل پیل کړل

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو کرینه کپور ته بوډۍ ویل پیل کړل

د بالیووډ د فلمونو مشهورې اداکارې یا هنرمندې کرینه کپور پر ټولنیزه رسنۍ خپل هغه تصویر خپور کړی، چې هغه پکې د یوګا کولو په حالت لېدل کېږي، خو دا کار ورته ګران تمام شو.

کرینه کپور، چې د بالیووډ له ښکلو اداکارو له جملې څخه ده، بې شمېره مینوال لري خو نور یې پر څېره د زړښت نښې، نښانې راښکاره شوي، نو ځکه خو د هغوي په نوي تصویر خلکو مسخرې کړي او هغې ته یې بوډۍ ویل پیل کړي.

څلویښت کلنې کرینه کپور په دې وروستیو کې د یوګا د نړېوالې ورځې پر مناسبت خپل هغه تصویر پر انستاګرام خپور کړی، چې هغه پکې د یوګا کولو پرمهال لېدل کېږي او د ګټو په اړه یې ویلي چې هغه له ۲۰۰۶ کال راهیسې یوګا کوي او په مرسته یې پیاوړې او فیټ ده.

 

په دې تصویر کې د کرینه کپور پر مخ د زړښت نښې، نښانې له ورایه ښکاري او همدا سبب دی چې خلکو پرې مسخرې کړي او یو شخص ورته (ترور) او بل بیا ورته لیکلي چې:((کرینه تاسو زاړه شوي یئ))

یو بل شخص هم په طنز سره لیکلي چې: ((آیا د کرینه نیا ده.)) همدغه راز ډېرو نورو مینوالو یې ورته لیکلي چې د کرینه مخ وګورئ، دا خو زړه ښکاري.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …