کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پر مریخ اوبه موندل شوي، خو دغه اوبه په کوم حالت کې قرار لري؟

پر مریخ اوبه موندل شوي، خو دغه اوبه په کوم حالت کې قرار لري؟

که چېرته د مریخ سیارې ته په غور سره وکتل شي، نو داسې به وبریښي لکه د سرې خاورې یوه وچه دښته چې وي، خو په دې سیاره کې جهیلونه یا ډنډونه هم شته دی.

ساینسپوهان وایي کله چې دغه سیاره د ځوانس پرمهال وه، نو په ډېره اندازه اوبه یې لرلې، چې نښې، نښانې یې اوس هم شتون لري او د یوې څېړنې په پایله کې د مریخ په جنوبي قطب کې د تمې خلاف د ډېرو هیله شته دی.

د مریخ په جنوبي قطب په لاندنیو برخو کې داسې څه شته چې لاندې حرکت کوي، که څه هم ساینسپوهانو یې په اړه ډېر نه پوهېږي خو د رادار سګنلونه داسې ښیي چې هلته به د اوبو ذخېرې وي.

دغه ادعا د اروپا د فضایي ادارې د مارس ایکسپریس سپیس کرافټ او مارس ایډوانس رادار له مخې شوې. په ۲۰۱۸ کال مارس ایکسپریس سپیس کرافټ له مخې ادعا شوې وه، چې د مریخ په جنوبي قطب د ځمکې پر سطحه نوولس کیلومیتره پراخه او ۱.۶ کیلومیتره ژور جهیل شته دی.

اوسمهال د سپیس کرافټ ساینسپوهانو هم دغه ادعا منلې او امکان ښودلی چې د مریخ د سطحې لاندې جهیلونه شته او نور جهیلونه هم موندل شوی چې له یو بل څخه لېرې دي، خو ساینسپوهانو وایي چې دا سیمه ډېره سړه ده او اوبه په مایع حالت کې نه پاتې کېږي او په کنګل بدلېږي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …