کورپاڼه / جالب / هغه شخص په مجسمه کې یې خپل ویښته، نوکان او غاښونه لګولي ول

هغه شخص په مجسمه کې یې خپل ویښته، نوکان او غاښونه لګولي ول

په جاپان کې یو ناروغ شخص، چې له خپلې میرمنې سره ډېره زیاته مینه لري، خپله یوه داسې مجسمه جوړه کړې چې حقیقت ته نږدې بریښي، خو د مجسمې د جوړولو پرمهال یې یو داسې کار ترسره کړی چې ټول خلک یې حیران کړي.

د جاپاني رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شخص انا نوما مساکي چي نومېږي او له تېرو څو میاشتو راهیسې په نري رنځ اخته دی. ډېر وګرځید، درملنه یې وکړه خو ګټه یې ورته ونه کړه.

ډاکترانو له ډېرو هڅو وروسته نوموړی ناهیلی کړ او ورته یې وویل چې تر یو نیم کاله پورې به ژوندی یې، چې ددې په اورېدو هغه ډېر خپه شو او د میرمنې په فکر کې شو.

انا نوما ماکسي چي د لرګیو کاروبار کوي او یو هنرمند هم دی، ددې لپاره چې له مړینې وروسته یې د میرمنې غم غلط کړي نو د لرګیو له دوه زره ټوټو یې یوه مجسمه جوړه کړی او ځانګړتیا یې داده چې نوموړي په مجسمه کې خپل ویښتان، نوکان، حتی غاښونه هم لګولي، خو وړاندې له دې چې مرګ ته یې څو میاشتې پاتې وې، چې میرمن یې ترې طلاق واخیست او بل چاسره یې واده وکړ.

انا نوما ماکسي چي وروسته له دې چې په مجسمه کې یې خپل ویښته، نوکان او غاښونه ولګول، ژوندی جسد ترې جوړ شو، خو حیرانوونکې یې دا وه چې ډاکترانو له معایناتو وروسته بالکل روغ وګاڼه. د انا نوما مساکي چي مجسمه اوس هم د ایمسټریډیم په موزیم کې ساتل کېږي او د مینې البته د ناکامې مینې نښه یا سمبول ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …