کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د خپلو کاروونکو د اوږدمهالې ستونزې پر حل کار پیل کړی

وټساپ د خپلو کاروونکو د اوږدمهالې ستونزې پر حل کار پیل کړی

له ډېرې مودې راهیسې د وټساپ کاروونکې له دې ستونزې سره مخ دي، له آیفون څخه اندراید یاهم له اندراید څخه آیفون ته چیټ نشي انتقالولی.

خو اوسمهال وټساپ په نوي اپډیټ کې د خپلو کاروونکو دغه ستونزه په نظر کې نېولې او په دې یې کار پیل کړی ترڅو کاروونکو ته له آیفون څخه اندراید یاهم له اندراید څخه آیفون ته د چټ د انتقال اسانتیا رامنځته کړي.

د ویب بیټا انفو د ویبپاڼې په دې اړه پر ټویټر یوه ویډیو خپره کړې، چې په هغې کې ویل شوي چې څه ډول کولی شو چې چټ په آسانۍ سره انتقال کړو.

 

یادې ویبپاڼې له ویډیو سره په سرلیک کې لیکلي چې ددې لپاره یو کیبل ته اړتیا ده، خو اوسمهال به دغه اسانتیا د بیټا ویرژن استعمالوونکو لپاره وي او ډېر ژر به وړاندې شي.

خو یوه خبره باید په یاد وساتل شي چې د چټ د انتقال پرمهال باید موبایل بند نه شي، که چېرته موبایل بند شو نو د چټ د انتقال لړۍ به ودرول شي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …