کورپاڼه / روغتيا / که چېرته په کوچني عمر د بدن وزن کنترول نشي، نو خطرناک تمامېږي

که چېرته په کوچني عمر د بدن وزن کنترول نشي، نو خطرناک تمامېږي

په امریکا کې د یوې څېړنې له مخې موندل شوې، هغه کسان چې په ماشومتوب کې له چاغښت سره مخ وي، د عمر په دریمه او څلورمه لسیزه کې د زړه له حملې، د شکر له ناروغۍ او نورو ستونزو سره مخ کېږي.

هغه کسان چې په ځوانۍ کې له چاغښت سره مخ وي، په هغوی کې څلرویشت کاله وروسته هم که د چاغښت ستونزه وي، نو د لوړ کلیسترول، د وینې لوړ فشار، د ګردو ناروغۍ، د زړه له کاره لوېدل، سرطان او د ساه لنډۍ د ستونزو خطر ډېروي.

په دې څېړنه ویل شوي چې د ماشومتوب زمانه په راتلوونکې کې د شکر د ناروغۍ او د زړه د حملې د مخنیوي لپاره مهم رول لوبوي. څېړنه زیاتوي چې والدین باید د ښه صحت لپاره د ماشومانو بدني فعالیتونو او ښه خوراک ته پام وکړي.

څېړونکې وایي چې ځوانان باید په بدني توګه متحرک یا فعال وي او ښه خوراک وکړي او د وزن د کمښت لپاره دې له هغه عادتونو ډډه وکړي چې نامناسب وي.

څېړونکې زیاتوي که چېرته تر ډېره وخته پورې له غذایي رژیم څخه ګټه واخیستل شي، نو وزن د کمېدو پرځای ډېرېږي او ددې څېړنې پایلې په کارډیالوژۍ مجله کې خپرې شوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …