کورپاڼه / هنر او کلتور / ایا عامر خان د فاطمه ثنا شېخ له وجې خپلې ښځې ته طلاق ورکړ؟
عامر خان او فاطمه ثنا شیخ

ایا عامر خان د فاطمه ثنا شېخ له وجې خپلې ښځې ته طلاق ورکړ؟

د هندي سینما مخکښ هنرمند عامر خان له خوا نن په ناڅاپي ډول خپلې ښځې کرن راو ته طلاق ورکړل شو، چې د هغه د طلاق موضوع په ټولنیزو رسنیو کې اوس په ګرم او تاوده بحث بدل شوې ده، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د عامر خان مینه وال د هغه د واده په تړاو خپل غبرګون ښکاره کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خلک وايي، چې عامر خان د فاطمه ثنا شېخ له وجې خپلې دویمې ښځې ته طلاق ورکړی دی او اوس یې له هغې سره اړیکې دي، چې په دې اړه زرګونو خلکو ټویټونه هم کړي دي.

فاطمه ثنا شېخ له عامر خان سره په (دنګل) فلم کې کار وکړ او له هغه وروسته یې ورسره بیا په (ټهګز اف هندوستان) فلم کې هم کار کړی دی.

په ټویټر کې اوس د فاطمه ثنا شېخ او فاطمه په نوم دوه هشټاګ هم ډېر کش کې روان دي، ډېری خلک خو نه یوازې دا چې تبصرې کوي، بلکې مخکې له مخکې عامر خان او فاطمه ثنا شېخ ته د واده مبارکي هم ورکوي.

ډېری خلکو خو بیا په عامر خان باندې سختې نیوکې هم کړې دي، چې د فاطمه ثنا شېخ سره د واده لپاره یې کرن راو ته طلاق ورکړ یدی. همدا راز ډېری خلکو بیا د دوی ګډ عکسونه هم خپاره کړي دي، ځینو خلکو د عامر خان سره د فاطمې د کوچنیوالي عکسونه هم خپاره کړي دي او لیکلي یې دي، چې هغه وخت کې به یې بېخي فکر نه و کړی چې د عامر خان دریمه ښځه به شي.

د یادولو وړ ده چې عامر خان خپلې لومړۍ ښځې ته په ۲۰۰۲ کال کې طلاق ورکړ او په ۲۰۰۵ کال کې یې له کرن راو سره واده وکړ، چې نن یې هغې ته هم طلاق ورکړ او په دې اړه دواړو یوه خبرپاڼه هم خپره کړه.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …