کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د خلکو د سخت غبرګون وروسته د افغانستان بانک هغه کس له دندې ګوښه شو چې پښتو سره یې تعصب کړی و
د افغانستان بانک

د خلکو د سخت غبرګون وروسته د افغانستان بانک هغه کس له دندې ګوښه شو چې پښتو سره یې تعصب کړی و

د افغانستان بانک وايي، چې هغه کس یې له دندې لیرې کړی دی، چې په تېروتنې سره یې پښتو په پام کې نه وه نیولې، تر څو په راتلونکي کې نور کارمندان دا ډول تېروتنې ونه کړي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان بانک یو مکتوب په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، چې پکې لیکل شوي و، چې ګزارشونه او پلانونه دې یوازې په دري او انګلیسي ژبه کې وسپارل شي، خو د دې تر څنګ ځینو سرچینو دا هم ویلي و، چې په شفاهي ډول د بانک د سرپرست رییس اجمل احمدي له خوا ویل شوي دي، چې باید په پښتو ژبه باندې هېڅ شی هم ونه لیکل شي او نه بانک ته وسپارل شي.

د یاد مکتوب له خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د بانک دغه کړنې ته پراخ غبرګون ښکاره کړای شو، چې د ولسي جرګې ځینو وکیلانو هم په دې اړه به ټولنیزو رسنیو کې غږ پورته کړ.

اوس تازه د افغانستان بانک وايي چې هغه کارمند یې له دندې لیرې کړی دی. دوی لیکي: ((د افغانستان بانک هغه کارکوونکی چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال لپاره د جنیوا کنفرانس ژمنو ته د رسېدو د عمل پلان په سند کې د تېروتنې له مخې یې پښتو ملي ژبه په پام کې نه وه نیولې، د افغانستان بانک د رهبری له لوری له خپلی دندې ګوښه شو، ترڅو نور کارکوونکي دا ډول تیروتنې ترسره نه کړي.))

دوی همدا راز زیاتوي: ((د افغانستان بانک درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د دې بانک کاري چاپېریال له هر ډول تعصب او تبعیض څخه پاک دی. مونږ د ملی ژبو (پښتو او دری) او نورو ټولو ملي ارزښتونو ساتنې ته ژمن یو او ملاتړ یې کوو.))

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …