کورپاڼه / بېلا بېل / کاناډا کې یوازې په ۱۲ ساعتونو کې ۷۱۰ زره ځلې تندرونه راغورځېدلې
تندر

کاناډا کې یوازې په ۱۲ ساعتونو کې ۷۱۰ زره ځلې تندرونه راغورځېدلې

کاناډا په دې ورځو کې له سختې ګرمۍ سره مخ ده، چې خلک یې ډېر په عذاب کړي دي، خو د دې تر څنګ بیا یوازې په ۱۲ ساعتونو کې ۷۱۰ زره ځلې تندر یا اسماني برېښنا هم راغورځېدلې ده، چې خلک یې له ویرې سره مخ کړي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، کاناډا چې د نړۍ یو له یخو هېوادونو څخه دی، د حرارت کچه پکې ۵۰ ډګري سنټي ګریډ ته رسېدلې ده، چې د ګرمۍ له امله ډېر خلک پاخه شوي دي.

خو د دې سختې ګرمۍ سربېره په کاناډایانو بله بلا هم راغلې ده، چې یوازې په ۱۲ ساعتونو کې په برټش کولمبیا او البرټا ایالتونو کې ۷۱۰ زره ځلې تندر راغورځېدلی دی.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د تندر راغورځېدلو له امله په ډېرو ساحو کې اورونه لګېدلي دي، همدا راز د ګرمۍ له امله هم په ځینو ځنګلونو کې اور لګېدلی دی، چې زرګونه کورنۍ خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

د کاناډا حکومت بیا خلکو ته ویلي دي، چې په ساسکچیوان، البرټا او برټش کولمبیا هغه سیمې دي، چې ښايي روانه اونۍ به پکې سخته ګرمي لا هم دوام وکړي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …