کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سویلي افریقا په لوبه او لوبلړۍ کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه
سویلي افریقا او ویسټ انډیز

سویلي افریقا په لوبه او لوبلړۍ کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

سویلي افریقا په پنځمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه، چې له دې سره یې د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ هم د ۳-۲ سره وګټله.

د سویلي افریقا او ویسټ انډیز ترمنځ پنځمه نړیواله شل اوریزه لوبه په سینټ جارج کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې سویلي افریقا د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې ایدین مارکرم ۷۰ او کوانټین ډي کوک ۶۰ منډې وکړې. د ویسټ انډیز له خوا فیډل ایډورډز ۲، ډواین براوو او اوبید مک کای ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۶۹ منډو هدف په تعقیب کې ویسټ انډیز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې وکړې چې د ۲۵ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا ایوین لیویس ۵۲، شیمرون هیټمایر ۳۳ او نیکولاس پوران ۲۰ منډې وکړې. د سویلي افریقا له خوا لونګي نګیدي ۳، کاګیسو رباډا، ویان مولدر ۲-۲، جارج لینډي او تبریز شمسي ۱-۱ ویکټ واخیستې.

سویلي افریقا د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ کې په ۳-۲ سره بریا خپله کړه. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ایدین مارکرم ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه تبریز شمسي واخیسته.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …