کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د عمر ډېرېدل او د بویولو حس سره تړاو لري

څېړنه: د عمر ډېرېدل او د بویولو حس سره تړاو لري

د بویولو حس له لاسه ورکول د کورونا وایروس نښه ګڼل کېږي، خو د ډنمارک ساینسپوهانو په دې اړه حیرانوونکې موندنې کړي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې د ډنمارک څېړونکو ویلي چې د عمر په ډېرېدو سره د انسان د بویولو حس اغېزمن کېږي او ورو، ورو کمزوری کېږي.

کله چې یو انسان له پنځه پنځوس کلنۍ اوړي نو د کافي، غوښې او نورو خوراکي توکو خوشبو لږه احساسوي، خو د ځینو شیانو خوشبو د عمر په ډېرېدو بیاهم نه کېږي، چې له هغې جملې مالټه یادولی شو.

دغه څېړنه چې د کوپن هیګن ساینسپوهانو ترسره کړې، له شلو تر اته نوي کلنو پورې کسان یې وڅېړل او له پایلو یې وویل، چې د عمر په ډېرېدو سره نه یوازې دا چې د کافي خوشبو نه حس کېږي بلکې بده لګېږي او د سرو کړو خوړو خوشبو بیا ډېره ښه لګېږي.

د څېړونکې ډلې مشر ایوا هونیز ډي لیکنبرګ وایي، له دې وړاندې په څېړنو کې ویل شوي ول چې د عمر په ډېرېدو د بویولو حس په بشپړ ډول کمزوری کېږي، خو زموږ څېړنه وایي چې دغه حس د ځینو توکو پر وړاندې کمزوری کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …