کورپاڼه / اسلام / که چېرته د یوې ښځې طلاق واقع شي او خاوند یې انکار وکړي، نو په دې صورت کې به ښځه څه کوي؟

که چېرته د یوې ښځې طلاق واقع شي او خاوند یې انکار وکړي، نو په دې صورت کې به ښځه څه کوي؟

یوه پوښتنه ممکن د ټولو په ذهنونو کې بې ځوابه پاتې وي او هغه دا: که چېرته خاوند ښځې ته طلاق ورکړي او بیا منکر شي نو ښځه به څه کوي؟ که چېرته د ښځې او خاوند ترمنځ جنجال واقع شي او ښځه ووایي چې ماته یې طلاق راکړی او خاوند ووایي چې ما طلاق نه دی ورکړی.

نو که چېرته په داسې حال کې شاهد نه وي نو محکمه د نارینه پر خبره باور کوي. خو نن سبا چې خلکو له دین او ایمان څخه یو څه سرغړونه کوي، نو له طلاق ورکولو وروسته منکرېږي.

نو که چېرته خاوند دیندار نه وي او ښځه په یقین سره ووایي چې درې ځلې یې طلاق ورکړی او د کور آبادول ورته جایز نه دي. نو ددې حل دادی چې دوی دې محکمې ته رجوع وکړي او محکمه به د دواړو ترمنځ بېلوالی راولي.

فرض کړئ چې د ښځې ادعا بالکل سمه ده خو هغه شاهد ونه لري او نارینه په دې سبب له طلاق انکار کوي چې له مهر ځان وژغوري یاهم د ځورولو لپاره انکار کوي، نو په دې صورت کې ښځه ګناهکاره نه ګڼل کېږي، هغه که د طلاق الفاظ یې پخپلو غوږونو هم اورېدلي وي، د ستونزې حل یوازې د محکمې پرېکړې پورې اړه لري، د ښځې کردار پورې تړاو نه لري.

یعنې که خاوند انکار وکړي او ښځه شاهد ونه لري نو محکمه به دا پرېکړه کوي چې د ښځې ادعا غلطه او بې ثبوته ده او که ښځه سل سلنه باوري وي چې طلاق یې واقع شوې او خاوند یې یوازې د بې دینۍ په سبب انکار کوي، نو ښځې ته دا جایز نه دي چې له خاوند سره واوسي بلکې خاوند به دې ته مجبوروي ترڅو یې ترمنځ بېلوالی راشي.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …