کورپاڼه / هنر او کلتور / عایشه عمر: څه په کاڼي خو نه دي لیکل شوي چې یو واده به کوې
عایشه عمر

عایشه عمر: څه په کاڼي خو نه دي لیکل شوي چې یو واده به کوې

د پاکستاني فلمونو او سریالونو مشهوره اداکاره او موډله عایشه عمر د واده په تړاو په خپلو خبرو کې وايي، چې دا خو څه په کاڼي نه دي لیکل شوي چې یو واده به کوې او دویم واده نه شې کولی.

عایشه عمر د یو پاکستاني ټلویزیون په یوه خپرونه کې مېلمنه وه، چې هلته یې د خپلو کارونو او ژوند شخصي تر څنګ د واده په اړه هم خبرې وکړې.

د یوې پوښتنې په ځواب کې عایشه عمر وویل، چې که چېرته ستاسې لومړی واده کامیاب نه شي او طلاق واخلئ، نو کولای شئ چې دویم واده هم وکړئ.

هغې زیاته کړه، هڅه وکړئ چې لومړنی واده مو کامیاب شي، خو که چېرته کامیاب نه شو، نو ښه په خوښه طلاق واخلئ او بل واده وکړئ.

عایشه عمر د واده په اړه دا هم وویل، دا خو یې په کوم کاڼي نه دي لیکلي چې یو ځل به واده کوې، که چېرته دې خاوند خوښ نه وي او پوهېږې چې ژوند مې ورسره نه تېرېږي، نو هغه پرېږده او بل واده وکړه.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …