کورپاڼه / روغتيا / د زردالو زړی د روغتیا لپاره زیانمن تمامېږي

د زردالو زړی د روغتیا لپاره زیانمن تمامېږي

آیا تاسې هم د زردالو زړی ماتوئ او خورئ یې؟ دا ډول کړنه تر کومه حده پورې خطرناکه ده، که چېرته یې په اړه پوه شوئ، نو حیران به شئ.

زردالو د اوړي د موسم هغه مېوه ده چې بې شمېره روغتیایي ګټې لري. د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې زردالو د نوې وینې په جوړولو کې مهم رول لوبوي او ډېر کسان د زردالو زړی هم ماتوي او په شوق سره یې خوري، ځکه چې د زردالو زړی د بادامو په څېر خوند لري.

خو نن ورځ مو ددې مېوې د زړو له تاوانه خبروو. په دې اړه پوهېدل ډېر اړین وي چې د زردالو زړی د ایمګډالن لرونکې وي چې بدن ته په تلو سره د سایناییډ زهرو شکل خپلوي او ډېر خوراک یې د مړینې سبب کېږي.

له دې پرته د زردالو د زړي خوراک نورې ستونزې هم رامنځته کوي، چې د سر ګرځېدل، زړه بدوالی، کانګې کول او شریانونو ته زیان رسول هم په دې نوملړ کې ځای لري.

خو د زردالو د زړو په اړه په عام ډول دا هم ویل کېږي چې دا د سرطان ناروغانو لپاره ډېر ګټور وي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …