کورپاڼه / خپلواک / هغه واده چې ناوې او زوم پکې پخپله لوښي ووینځل

هغه واده چې ناوې او زوم پکې پخپله لوښي ووینځل

د واده مراسم د ژوند ترټولو خوږې شېبې وي او ددې لپاره چې دغه شېبې د خاطرو په ډول پاتې شي، د ناوې او زوم کورنۍ ټولې هغه روپۍ بربادوي چې بچت کړې یې وي.

خو په دې لړ کې داسې پېښې هم واقع کېږي چې د رسنیو د سر ټکي ګرځي او خلک خندوي. همدغسې یوه واقعه له یوې جوړې سره هم شوې او ټولې روپۍ په هغه تالار ولګولې چې د واده مراسم پکې ترسره کېدل.

او د واده په ورځ د پیسو د کمښت په سبب ناوې او زوم پخپله د خوړو د تیارولو او د لوښو د وینځلو پرېکړه وکړه. یو شخص لیکلي چې په مراسمو کې ډېر لږ خواړه پاخه شوي ول، چې نیمایي خلک وږي بېرته ستانه شول او ځینې میلمانه مجبور شول چې لوښي ووینځي.

یوه ښځه وایي چې زما ملګری له واده بېرته تش لاس راغی، ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې راغلې هغه وویل چې ډوډۍ ختمه شوې وه، د ناوې له مور مې وپوښتل چې خواړه نشته، هغې تندی تروش کړ او ویې ویل، بس نور خواړه نشته.

دې ښځې لیکلي چې ناوې او زوم ټولې روپۍ په تالار او جامو مصرف کړې وې، چې په همدې سبب یې لوښو وینځو ته څوک نه ول نېولي، نو د ناوې او زوم ترڅنګ لس میلمنو لوښي ووینځل. هغه لیکلي چې دا پېښه درې کاله وړاندې واقع شوې وه، اوس هغه طلاق شوې هم ده او دویم واده یې بلنه راکړې خو له تلو مې انکار وکړ.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …