کورپاڼه / روغتيا / د چاکلیټ او د چاغښت د کمښت ترمنځ حیرانوونکې اړیکه موندل شوې

د چاکلیټ او د چاغښت د کمښت ترمنځ حیرانوونکې اړیکه موندل شوې

د امریکا د خوراکي توکو کارپوهانو د یوې څېړنې له مخې د چاکلیټ او په چاغښت کې د کمښت ترمنځ حیرانوونکې اړیکه موندلې ده او ویلي دي چې د چاکلیټو خوراک هم وزن کمولی شي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه حیرانوونکې موندنه د امریکا د بوسټن ښار په بریګم اینډ ویمنز روغتون کې ترسره شوې او د تجربې پرمهال یې نوولس ښځو ته سهار له بېدارېدو وروسته او د شپې له وېدو کېدو دمخه د شېدو چاکلیټ ورکړل او دوه اوونۍ وروسته یې وزن معلوم کړی شو.

ددې تجربې په پایله کې نه یوازې دا چې د ښځو په وزن کې د ښځو په وزن کې کمښت رانغی بلکې نور هم ډېر شو او له دې وروسته یې همدې ښځو ته یوازې په سباناري کې چاکلیټ ورکړل.

ددې تجربې په پایله کې معلومه شوه چې ددې ښځو په وزن کې په څرګند ډول کمښت راغی. څېړونکې د نورو څېړنو له مخې معلومه کړه، که چېرته په سباناري کې چاکلیټ وخوړل شي نو د بدن وازده کموي او ګلوکوزو کچه یې کمېږي.

د څېړونکې ډلې مشر فرینک شیر وایي چې:((د وازدې په اوبه کولو او په وینه کې د ګلوکوزو په کمولو سره د بدن وزن کمښت وي او د وزن کمولو دغه طریقه د نورو طریقو په پرتله خوږه طریقه ګڼلی شو.))

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …