کورپاڼه / خبرونه / انګلستان له پاکستان سره د لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

انګلستان له پاکستان سره د لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

د انګلستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د یوه ورځینو لوبو د لړۍ لپاره شپاړس کسیزه لوبډله اعلان کړه او د سریلانکا پر وړاندې په لوبلړۍ کې لوبېدونکې لوبغاړي د لوبډلې برخه ګرځولي.

د انګلستان په لوبډله کې لوبډلمشر اوین مورګن، معین علي، جوني بیرسټو، ټام بینټن، جو روټ، عادل رشید، سیم بلنګز، لیام ډاوسن او جارج ګارټن شامل دي.

همدغه راز د انګلستان په لوبډلې کې نور لوبغاړي هم شامل دي او هغه لوبغاړي جیسن رای، ټام کرن، لیام لیوینګسټن او سام کرن دي.

بل لوري ته د دوی په لوبډلې چټک توپ اچونکې هم ځای لري، چې په هغوی کې ډیویډ ولي، مارک ووډ او کریس ووکس د لوبډلې برخه ګرځېدلي.

د یادولو وړ ده چې د انګلستان او پاکستان ترمنځ به د یوه ورځینو لوبلړۍ، چې درې لوبې به ترسره کړي، د روانې یا جولایۍ میاشتې په اتمه نیټه د انګلستان په کوربتوب په کارډف کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …