کورپاڼه / روغتيا / آیا له ورزش کولو پرته هم وزن کمولی شو؟

آیا له ورزش کولو پرته هم وزن کمولی شو؟

ډېر شوی وزن یا چاغښت، که چېرته تاسې له دا ډول ستونزو سره مخ یئ نو اوس یې وخت دی چې ځان ترې وژغورئ او هغه هم په داسې طریقې سره چې ورزش ته پکې اړتیا نه پېښېږي.

د وزن کمولو لپاره چې څومره طریقې ښودل شوي، په هغې ټولو کې ورزش کې کلیدي رول لوبوي، نو که چېرته تاسې د ورزش مینوال هم نه یئ او وزن کمولو مو هم موخه وي نو څه به کوئ؟ نن ورځ داسې طریقې درښیو چې په مرسته یې پرته له ورزشه وزن کمښت مومي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي هغه کسان چې په ډېره روښنایۍ او شور کې ډوډۍ خوري، د هغوی په پرتله ډېر خوراک کوي چې په لږ رڼا او آرام چاپیریال کې ډوډۍ خوري. څېړنه زیاتوي چې لږ ړنا د خوراک کولو سرعت کموي او په د خوړو په سړېدو سره لاس نیسو.

څېړنه دا هم وایي چې هر انسان باید تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړي ترڅو د لوږې او تندې د احساس کنترولونکې هورمونونه یې په سم ډول سره کار وکړي.

دغه راز څېړونکو لارښوونه کړې چې باید په کوچنیو لوښو کې خواړه وخورو، ځکه په کوچنیو لوښو کې خوراک کول تر درویشت سلنو پورې کموي او د کاچوغو اندازه هم کوچنۍ شي نو څوارلس سلنه نور هم لږ خوراک کوو.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …